د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي په کابل کې له سوداګرو سره په یوه ناسته کې ویلي چې باید هېواد ته د تېلو او ګازو منظم واردات یقیني شي او د ټيټ کیفیت نفتي موادو د راوړلو مخه دې ونیول شي. نوموړي له سوداګرو غوښتنه کړې چې یوازې د معیارونو سره سم تیل او ګاز هېواد ته وارد کړي او د ټيټ کیفیته موادو له واردولو دې ډډه وکړي. هاشمي ویلي چې د خصوصي سکټور ملاتړ د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم دی او هڅه کوي د دولتي ادارو او سوداګرو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. په دې ناسته کې سوداګرو هم خپلې ستونزې شریکې کړې او مسوولینو د هغوی د حل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
#افغانستان #سوداګرۍ_خونه #سیدکریم_هاشمي #تېل #ګاز #معیاري_واردات #اقتصاد #خصوصي_سکټور
