د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحده د چین تر پولې پورې د پامیر خُرد سړک د جوړولو چارې شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. چارواکي وایي، دغه ۱۲۱ کیلومتره سړک په دوو پړاوونو کې جوړېږي او تمه ده په دوو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د افغان صداقت شرکت مسوولین وایي، په پروژه کې جغل اچونه، د سړک هوارول، څلور لوی پلونه، ۷۰ پلچکونه او ۳۱ استنادي دېوالونه شامل دي. د دغې پروژې ټولیز لګښت ۳۲۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودجې تمویلېږي.

#بدخشان #واخان #پامیر #سړک #زیربنا #افغانستان #خبر #پراختیا

Share.