د بغلان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي، چې د پلخمري ښار په مرکز کې د ۶کوچنیو اوبو بندونو (چکډېمونو) د جوړولو چارې پیل شوې دي. د دغه ریاست رئیس مولوي هدایت‌الله همدرد ویلي، دا پروژه د اغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې په چپ درې سیمه کې پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د دغو چکډېمونو په جوړېدو سره به ۲۵۰۰ کورنۍ، کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه، سړکونه او نور عامه تاسیسات د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

#افغانستان #بغلان #پلخمري #چکډېم #سېلابونو_مخنیوی #کرنه #بیارغونه #عامه_خدمتونه #افغان_خبرونه

Share.