د لوړو زده کړو وزارت ټولو هغو ګډونوالو ته، چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینه کې بریالي شوي، خبر ورکړی چې د سرطان له ۲۵مې څخه د اسد تر ۵مې نېټې پورې په خپلو اړوندو پوهنتونونو کې نوملیکنه وکړي. یاد وزارت خبرداری ورکړی، که بریالي ګډونوال په ټاکلې موده کې نوملیکنه ونه کړي، نو د هغوی پر ځای به د احتیاطي (ریزرف) نوملړ کسانو ته د شاملېدو فرصت ورکړل شي.
#افغانستان #کانکور۱۴۰۵ #لوړې_زده_کړې #پوهنتون #نوملیکنه #زده_کړې #افغان_خبرونه
