کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د جنايي تخنیک ریاست اړوند په بیولوژیکي لابراتوار کې د DNA د چټکې پېژندنې سیسټم فعال او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. د یاد وزارت په وینا، دغه پرمختللی سیسټم به د جرمونو په کشف، د شکمنو او مجرمینو په پېژندنه، د بې‌ګناه کسانو د حقونو په خوندي کولو او عدلي او قضايي ادارو ته د علمي او باوري شواهدو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي. د دغه سیسټم د پرانیستې او فعالېدو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی او د عدلي او جنايي څېړنو په برخه کې یې دا یو مهم پرمختګ بللی دی.

#افغانستان #کورنیو_چارو_وزارت #DNA #جنايي_څېړنې #عدلي_شواهد #امنیت #ټکنالوژي #جرمونو_کشف

Share.