د کندز ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست، د NRC مؤسسې په مالي ملاتړ، ۱۰۳ هغو کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، نغدي مرستې ووېشلې.
د چارواکو په وینا، هرې کورنۍ ته ۲۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې چې ټولیز ارزښت یې ۲ میلیونه، ۲۳۵ زره او ۱۰۰ افغانۍ کېږي. د دې مرستو موخه د سېلابځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي.
#کندز #سېلاب_ځپلي #نغدي_مرستې #NRC #پېښو_پر_وړاندې_چمتووالی #افغانستان
