د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د نوښتګرو او بااستعداده ځوانانو د پېژندنې او ثبت بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د یاد ریاست مسئولینو د یو شمېر خصوصي تحصیلي مؤسسو او فرهنګي بنسټونو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د دې پروګرام اساسي موخه د هغو ځوانانو پېژندنه او ثبتول دي چې په بېلابېلو علمي، فرهنګي، هنري او نوښتګرو برخو کې وړتیا او استعداد لري.

د مسئولینو په وینا، د ثبت له بشپړېدو وروسته به د دغو ځوانانو لپاره د ظرفیت لوړونې، مهارتونو د پیاوړتیا، علمي او فرهنګي روزنیزو پروګرامونو او نورو پرمختیايي فرصتونو زمینه برابره شي، څو وکولای شي د خپلې وړتیا له مخې د ټولنې په پرمختګ کې اغېزناک رول ولوبوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همداراز ډاډ ورکړی چې د نوښتګرو ځوانانو د ثبت دغه لړۍ به د کندز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې هم دوام ومومي، ترڅو د ولایت له ټولو استعدادونو څخه ملاتړ وشي.

#کندز #ځوانان #نوښت #اطلاعات_او_فرهنګ #ظرفیت_لوړونه #تعلیم #فرهنګ #افغانستان

Share.