د نیمروز امنیې قومندانۍ ویلي، چې امنیتي ځواکونو د هغو پنځو ځوانانو مړي موندلي چې غوښتل یې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، د دې ډلې ۱۴ نور کسان لا هم نادرکه دي او د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د راپورونو له مخې، دغه ۱۹ کسیزه ډله د هلمند او نیمروز له دښتو څخه په قاچاقي لاره ایران ته روانه وه، چې لاره یې ورکه کړې وه. د سختې ګرمۍ او تندې له امله یو شمېر کسان مړه شوي او نور لا هم نادرکه دي.

#نیمروز #افغانستان #ایران #کډوال #قاچاقي_لار #امنیت

Share.