د افغانستان بانک لومړي مرستیال، صدیقالله خالد، د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مرستیال ډېرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره د همکارۍ پر بېلابېلو برخو خبرې کړې دي. د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د تمویل، تخنیکي همکاریو، بلاعوضه مرستو او د مالي شمولیت د پراختیا په اړه بحث او د نظرونو تبادله شوې ده. دواړو لورو د خصوصي سکټور د ملاتړ، د پانګونې د ودې او د هېواد د مالي او بانکي سکټور د پیاوړتیا لپاره پر دوامدارې همکارۍ او ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
#افغانستان #افغانستان_بانک #اقتصاد #خصوصي_سکټور #کوچنۍ_سوداګرۍ #مالي_شمولیت #پانګونه
