د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په خپله دوره‌يي غونډه کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحه څېړلې او د برېښنا شرکت ته یې یوه میاشت وخت ورکړی، څو دغه طرحه په هر اړخیز ډول وارزوي او خپل راپور یادې کمېټې ته وړاندې کړي. د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د مزارشریف د نایب‌آباد سب‌سټېشن د پراختیا طرحه او همدارنګه د یوه لوژستیکي مرکز د جوړولو موضوع هم وڅېړل شوه. له بحث وروسته پرېکړه شوې، چې اړوند بنسټونه دې دغه طرحې په مقایسوي ډول وارزوي او پایله دې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

لمریزه_برېښنا #پانګونه #برېښنا #افغانستان #اقتصاد #مزارشریف #SolarEnergy #Afghanistan

Share.