د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په غونډۍ کلي کې د مومندو قوم د دوو کورنیو ترمنځ له مودو راهیسې پاتې دښمني په دوستۍ بدله شوه.
دغه دښمني د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو هواره شوه . د دې دښمنۍ پر مهال یو تن خپل ژوند هم بايللی و، خو اوس دواړو لورو یو بل ته بخښنه وکړه ،او و ويل چې له دې وروسته به په سولهییز فضا کې ژوند کوي.
مسوولین زیاتوي، د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې په کندز کې ۴۷۰ ورته دښمنۍ حل شوې دي او هڅې روانې دي څو پاتې شخړې هم پای ته ورسوي.
#کندز #چهاردره #روغه_جوړه #سوله #قومي_مشران #دیني_عالمان #افغانستان #خبر #یووالی
