د کندز ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د “Acted” موسسې په همکارۍ د دشت ارچي ولسوالۍ له ۱۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۸۲ زره او ۵۹۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وکړه.

مسوولین وايي، په دغو مرستو ۶ کورنیو ته ۱۰ زره او ۹۷۰ افغانۍ او ۱۳ نورو کورنیو ته ۱ زر او ۲۹۰ افغانۍ ووېشل شوې.

​بل لور ته، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د دې مالي ملاتړ هرکلی وکړ او د سیمه ییزو ادارو او همکارو موسسو له لوري د پر وخت پاملرنې له امله يې  مننه وکړه.

#کندز #دشت_ارچي #سېلاب_ځپلي #بشري_مرستې #Acted #طبیعي_پېښې #افغانستان #خبرونه

Share.