په مزارشریف کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه جوړه شوې غونډه کې د دواړو هېوادونو د شرکتونو او سوداګرو ترمنځ د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. په دې سوداګریزه ناسته کې د ازبکستان ۱۳۰ سوداګرو او یو شمېر افغان سوداګرو ګډون کړی و. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو وویل، دغه هوکړه‌لیکونه به د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي. د دواړو هېوادونو سوداګرو د سوداګریزې ویزې د اسانتیا، د سوداګرو د تګ راتګ د بهیر د ساده کېدو او د ګډو پانګونو د پراختیا غوښتنه کړې ده. په همدې مناسبت په مزارشریف کې د اوزبیکستان د فرغانې ولایت د تولیداتو دایمي نندارتون هم پرانیستل شو، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لا پراختیا بلل شوې ده.

#افغانستان #ازبکستان #سوداګري #پانګونه #مزارشریف #هوکړه_لیکونه

Share.