ګرانو میندو!

د مور شیدې د ماشوم لپاره تر ټولو بشپړ، خوندي او طبیعي خواړه دي. د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې ماشوم یوازې د مور شیدو ته اړتیا لري او نور خواړه یا اوبه ورته اړینې نه دي. د مور شیدې هغه ټول ضروري ویټامینونه، منرالونه او غذایي مواد لري چې د ماشوم د سالمې ودې او پرمختګ لپاره اړین دي. همدارنګه د ماشوم دفاعي سیستم پیاوړی کوي او هغه د نس ناستې، د معدې او کولمو ناروغیو، د سږو انتاناتو او ګڼو نورو ناروغیو څخه ساتي. د مور شیدې د مور او ماشوم ترمنځ مینه او عاطفي اړیکه هم لا پیاوړې کوي.

Share.