د ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۷۱۶ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په انتقال شوو توکو کې ۲ زره او ۸۳۸ مټریک ټنه توکي د صادراتو برخه جوړوي، چې د هېواد د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول لري.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅې روانې دي چې د اوسپنې پټلۍ خدمات نور هم پراخ او معیاري شي، څو سوداګرو ته د توکو د لېږد په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د ترانسپورټي زیربناوو پراختیا او د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی به د سوداګرۍ د ودې او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.
#اوسپنې_پټلۍ #سوداګري #ترانسپورت #افغانستان #ټولګټي_چاري #Railway #Trade #Afghanistan #Transport
