د لوړو زدهکړو وزارت وایي، دا مهال د هېواد په پنځو دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۳۱ او په ۱۰ دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۱۶ پروګرامونه فعال دي. دغه وزارت د ۴۵ نویو ماسټرۍ او ۹ نویو دوکتورا پروګرامونو د جوړولو خبر هم ورکړی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، دا مهال د هېواد په پنځو دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا په کچه ۳۱ پروګرامونه د اسلامي علومو، انجینرۍ، کمپیوټر ساینس، کرنې، روغتیايي علومو، حقوقو، ژبو، ادبیاتو او ریاضیاتو په بېلابېلو برخو کې فعال دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په ۱۰ دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ ۱۱۶ پروګرامونه هم روان دي او د لوړو زدهکړو د لا پراختیا لپاره د ۴۵ نویو ماسټرۍ او ۹ نویو دوکتورا پروګرامونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره دوام لري.
بلخوا، د پوهنتونونو یو شمېر استادان ټینګار کوي چې د لوړو زدهکړو د پروګرامونو پراختیا باید د علمي ظرفیتونو، څېړنو او مسلکي کادرونو د پیاوړتیا له بهیر سره هممهاله وي، څو هېواد وکولای شي د بېلابېلو برخو لپاره د اړتیا وړ متخصصین وروزي او د علمي ودې بهیر لا پیاوړی کړي.
#لوړې_زده_کړې #دوکتورا #ماسټري #پوهنتونونه #زده_کړې #علمي_پرمختګ #افغانستان
