د کندز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیله تر اوسه نږدې ۱۶ زره کډوالې کورنۍ دې ولایت ته راستنې شوې دي.

د کندز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیله تر اوسه نږدې ۱۶ زره کډوالې کورنۍ دې ولایت ته راستنې شوې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، ډېری راستنې شوې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوې دي. چارواکي زیاتوي چې د مرستندویه ادارو په همغږۍ دغو کورنیو ته د ثبت، لنډمهالو اسانتیاوو او اړینو بشري مرستو زمینه برابره شوې ده.

د کډوالو چارو ریاست همداراز ډاډ څرګند کړی چې د راستنېدونکو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به د اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ خپلې هڅې دوام ورکړي.

#کندز #کډوال #راستنېدونکي #بېرته_راستنیدل #پاکستان #ایران #بشري_مرستې #افغانستان

Share.