د کندز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، په چهاردرې ولسوالۍ کې راستانه شویو کډوالو ته د «خواجه کفتر» ښارګوټي د استوګنې نمرو له وېش وروسته، ټاکل شوې چې د روانې زمري میاشتې تر پایه د مرکز اړوند «عسقلان» ښارګوټي د نمرو وېش هم په رسمي ډول پیل شي.
د یاد ریاست رئیس، مولوي عبدالولي محمدي، ویلي چې د عسقلان ښارګوټی د کندز ښار په مرکز کې پر شاوخوا ۶ زره جریبه ځمکه طرحه شوی او د وزارت له لوري د رسمي نقشې تر رسېدو وروسته به د نمرو د وېش بهیر پیل شي. د نوموړي په وینا، د دې پروژې موخه راستانه شویو کډوالو ته د استوګنې مناسبې ځمکې برابرول او د هغوی د مېشتېدو لپاره اسانتیاوې رامنځته کول دي.
#کندز #راستانه_شوي_کډوال #عسقلان_ښارګوټی #د_نمرو_وېش #استوګنځای #افغانستان
