د پانګونې بینالوزراتي کمېټې په خپلې نوبتي غونډه کې د کندز ولایت د ابدان دښتې په سیمه کې د درې زره واحده استوګنیز ښارګوټي د جوړولو طرحه وڅېړله. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، یاده طرحه د سیمې د اړتیاوو او اقتصادي ارزښت له امله مهمه وبلل شوه او د لا زیاتو تخنیکي او مالي ارزونو لپاره ټاکل شوې کمېټې ته وسپارل شوه.
ټاکل شوې کمېټه به د پروژې ټول تخنیکي، مالي او عملي اړخونه په هراړخیز ډول وارزوي او خپل راپور به په ټاکلي وخت کې د پانګونې بینالوزراتي کمېټې ته وړاندې کړي، څو د راتلونکو پرېکړو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
په همدې غونډه کې د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. دغه طرحه هم د هر اړخیزې تخنیکي او اقتصادي ارزونې لپاره اړوندې کمېټې ته راجع شوه، څو د امکانسنجۍ او ګټو له ارزونې وروسته پرې وروستۍ پرېکړه وشي.
