د کندوز ولایت د چغې او آقتاش پلونو د بیارغونې پروژه، چې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، ۸۷ سلنه پرمختګ کړی دی. د مسئولینو په وینا، په دې پروژه کې د دواړو پلونو هغه زیانمنې او ویجاړې شوې برخې په اساسي ډول رغول کېږي چې د خلکو پر تګراتګ او ترانسپورتي بهیر یې منفي اغېز کړی و. چارواکي وایي، د پروژې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اوسېدونکو د تګراتګ اسانتیاوې زیاتې او ترانسپورتي ستونزې به تر ډېره هوارې شي، چې ورسره به د خلکو او سوداګریزو موټرو تګراتګ هم خوندي او چټک شي.
#کندوز #چغه_پل #آقتاش_پل #بیارغونه #پرمختیايي_پروژې #ترانسپورټ #زیربناوې
