د پاکستان د «جنګ» ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په ګډه غونډه کې پرېکړه شوې چې له افغانستان سره ټولې ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي. په غونډه کې د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د عادي کولو پر اړتیا ټینګار شوی دی. همداراز د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د قانوني، اسانه او منظم تګ راتګ د اسانتیاوو پر زیاتولو خبرې شوې دي. د راپور له مخې، د سرحدي لارو د بیا پرانیستو موخه د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو ته د عادي حالت بېرته ستنول دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه د ټولو ټرانزیټي لارو د بیا پرانیستو کره نېټه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې.

#افغانستان #پاکستان #ټرانزیټ #سوداګري #پوله #اقتصادي_اړیکې #ترانزیټي_لارې #افغان_پاکستان_اړیکې

Share.