په هرات ولایت کې نن د ا.ا د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د دې پروژې قرارداد له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې د فابریکې د جوړولو چارې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي. د نوموړي په وینا، قراردادي شرکت به په دې پروژه کې ۱۴۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړي او د فعالیت له پیل وروسته به فابریکه هره ورځ شاوخوا ۳ زره ټنه سمنټ تولید کړي. مسوولین وايي، د پروژې په بشپړېدو او فعالیت سره به شاوخوا ۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. دا پروژه د هرات ښار لوېدیځ ته په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې د زندهجان ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت لري.
#هرات #سمنټ #پانګونه #اقتصاد #کارموندنه #افغانستان
