د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون رییس، عبدالحکیم شرعي، د دغه وزارت په یوه غونډه کې ویلي چې د غصب شویو امارتي ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړو عملي کول د دغه کمېسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی. د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، شرعي زیاته کړې، کله چې محکمه یوه ځمکه امارتي ملکیت وبلله او په اړه یې پرېکړه صادره کړه، کمېسیون مکلف دی چې د دغې پرېکړې عملي کولو ته اقدام وکړي. هغه ویلي چې د کمېسیون او محکمې فعالیتونه پر اسنادو، مدارکو او قوانینو ولاړ دي. د عدلیې وزیر ټینګار کړی چې د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل «غیرمنطقي» دي.
#افغانستان #عدلیې_وزارت #عبدالحکیم_شرعي #امارتي_ځمکې #ځمکو_غصب #ځانګړې_محکمه #قانوني_مکلفیت #ځمکې
