د کندز د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست، د خلکو په غوښتنه د دشت ارچي ولسوالۍ د ملاقلي په کلي کې د یوه ۷ کیلومتره اوږده او ۳ متره پلن کانال د پاکولو چارې د «کار په بدل کې د خوړو» پروګرام له مخې پیل کړې.
د پروژې له لارې هره ورځ ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه شوې او هر کارګر ته د یوې ورځې په بدل کې ۱۴ کيلو غنم ورکول کېږي. ټاکل شوې چې دغه چارې په ۱۴ ورځو کې بشپړې شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست څخه يې مننه کړې ده.
#کندز #دشت_ارچي #کانال #کار_په_بدل_کې_د_خوړو #پراختیا #کاري_فرصتونه #افغانستان
