د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، د روان کال په پنځو میاشتو کې له ۳۰۰ زرو ډېرو کورنیو او ۲۰۰ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تفریحي، تاریخي سیمو او طبیعي جاذبو لیدنه کړې ده. د دغه دفتر په وینا، د پنجشېر سیمهییزې ادارې د ګرځندوی صنعت د پراختیا او سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره یو شمېر پروګرامونه پیل کړي دي. د ولایت مقام زیاتوي، د سیلانیانو لپاره د یوه ځانګړي هوټل د جوړولو پلان هم په پام کې نیول شوی او د پنجشېر ښاروالۍ د ښاري اسانتیاوو د پراختیا لپاره د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې په پام کې نیولې دي. د خبرپاڼې له مخې، د پنجشېر والي محمدآغا حکیم په دغه ولایت کې د پانګونې پر جلب او د ګرځندوی صنعت پر پراختیا ټینګار کړی دی.
#پنجشېر #ګرځندوی #سیاحت #افغانستان #پانګونه #طبیعي_جاذبې
