د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د زمري ۲۸مې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، چې افغان ولس هېڅکله د چا غلامي نه ده منلې او د خپلو سرښندنو له لارې یې هېواد له ملي او اسلامي ارزښتونو برخمن کړی دی. نوموړي وویل، افغانستان اوس خپلواک دی او سیاست، اقتصاد او پوځ یې د هېڅ هېواد تابع نه دي. د هغه په وینا، ا.ا افغانستان له تجزیې ژغورلی او هېواد یې بېرته له خپلو ارزښتونو سره نښلولی دی. مجاهد زیاته کړې، افغانستان له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی او له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی. هغه ټینګار کړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان لپاره خطر جوړ کړي او هېواد به د ځانبساینې پر لور بوځي. #افغانستان #خپلواکي #زمري_۲۸مه #ملي_دفاع #محمد_یعقوب_مجاهد #ملي_ارزښتونه #ځان_بساینه #له_نړۍ_سره_تعامل
