د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د کابینې په پرونۍ ناسته کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

پزشکیان ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو کچه باید له اوسني وضعیت څخه لوړه شي او دواړه هېوادونه باید د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

نوموړي له اړوندو ایراني ادارو غوښتي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې شته خنډونه په بنسټیز ډول حل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې کابل او تهران په وروستیو کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او کرنې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د دواړو هېوادونو چارواکي باور لري چې د اقتصادي همکاریو پراختیا کولی شي د سوداګرۍ کچه لوړه او د ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د ګډو پانګونو لپاره هم زمینه برابره کړي.

#افغانستان #ایران #مسعود_پزشکیان #اقتصادي_اړیکې #سوداګري #پانګونه #ټرانزیټ #کرنه #کابل #تهران #افغانستان_ایران #اقتصادي_همکاري

Share.