په کابل ښاروالۍ کې له احتکار څخه د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمېسیون د تېلو او اوبلنو ګازو نوې بیې اعلان کړې دي.
د دغه کمېسیون د نوې نرخپاڼې له مخې چې نن خپره شوې، د یو لیټر پټرولو بیه ۸۴ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۷۷ افغانۍ او د یو کیلو اوبلنو ګازو بیه ۶۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.
د بیو د کنټرول کمېسیون وايي، د دغو نرخونو له مخې به په بازار کې د تېلو او ګازو د پلور څارنه کېږي او له احتکار او د بیو له بېځایه لوړولو سره به د اصولو له مخې چلند وشي.
بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي او ښاریان وایي، د تېلو او ګازو لوړې بیې د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کوي او د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد لګښتونه زیاتوي.
دوی غوښتنه کوي چې د تېلو او ګازو بیې دې په بازار کې په دوامداره توګه وڅارل شي، څو د نرخونو له لوړېدو څخه د خلکو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وشي.
#کابل #ښاروالۍ #پټرول #ډیزل #ګاز #بیې #بازار #احتکار
