د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په تېرو دوو کلونو کې ۸۱ سوداګر او صنعتکاران هېواد ته راستانه شوي دي. د نوموړي په وینا، دغو راستنو شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته ۲۸۸ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او په ټولیز ډول یې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده. فطرت زیاتوي، د دغو پانګونو له لارې د ۴۶۶۱ کسانو لپاره د مستقیمو کاري فرصتونو زمینه برابره شوې ده. هغه وايي، د سوداګرو او صنعتکارانو بېرته راستنېدل او په هېواد کې پانګونه کول د اقتصادي فعالیتونو او د کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره مهم دي.
#افغانستان #سوداګر #صنعتکاران #پانګونه #اقتصاد #کاري_فرصتونه #راستنیدونکي #پراختیا
