د کندز مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب د ریګریشن (جغل کرش) له اتحادیې له مسوولینو سره د بازار د تنظیم، د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې د کندز د صنعت او سوداګرۍ رئیس هم ګډون کړی و. د کندز مرستیال والي ټینګار کړی، چې د ریګریشن اتحادیه باید خپل فعالیتونه د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې، په شفافه توګه ترسره کړي او د بیو په ټاکلو کې د خلکو اقتصادي وضعیت او ګټې په پام کې ونیسي.
نوموړي همداراز ویلي، چې په بازار کې باید د بیو د بېځایه لوړوالي او احتکار مخه ونیول شي او د ریګریشن موادو د پلور په برخه کې د اصولو رعایت یقیني شي.
په همدې موخه، د ریګریشن له شرکتونو څخه د څارنې او ارزونې لپاره یو پلاوی هم ټاکل شوی، څو د دغو شرکتونو فعالیتونه وڅېړي او ډاډ ترلاسه کړي چې خپلې چارې د ټاکل شوو اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کوي.
مسوولین وايي، د بازار د تنظیم او د بیو د کنټرول په برخه کې به د څارنې بهیر دوام ولري، څو خلکو ته د اړتیا وړ ساختماني مواد په مناسب او عادلانه قیمت برابر شي.
#کندز #ریګریشن #جغل_کرش #بازار_تنظیم #بیې #احتکار #صنعت_او_سوداګري
