د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي، په دغه ولایت کې د زمردو په وروستۍ داوطلبۍ کې ۳۸۴۲ قیراطه زمرد د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د هغه په وینا، په دې داوطلبۍ کې له ۱۰۰ څخه ډېرو پنجشیري ځوانانو ګډون کړی و، چې یو شمېر یې په دې وروستیو کې د زمردو پېر او پلور ته مخه کړې ده.

د پنجشېر د والي ویاند وايي، د زمردو د داوطلبیو ترسره کول نه یوازې عواید رامنځته کوي، بلکې سوداګرو ته د دغه ولایت له طبیعي ظرفیتونو سره د بلدتیا او د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا زمینه هم برابروي.

#پنجشېر #زمرد #دزمردو_داوطلبۍ #سوداګري #اقتصاد #کانونه #افغانستان

Share.