په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې او زیربناوو د پراختیا لپاره د قوش‌تېپې کانال، ټاپي او کاسا–۱۰۰۰ په ګډون د یو شمېر سترو پروژو چارې روانې وې. د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې د بشپړېدو وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي. د ټاپي پروژې د نل‌لیکې غځولو چارې هم په افغانستان کې پیل شوې او د انرژۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهمه پروژه بلل کېږي. دغه راز د کاسا–۱۰۰۰ پروژې د افغانستان برخې چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي چې له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا د لېږد زمینه برابروي. په ورته مهال، افغان ټرانس پروژه لا عملي پړاو ته نه ده داخله شوې او تر اوسه یې د امکان‌سنجونې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی. د چارواکو په وینا، د دغو پروژو موخه د هېواد د زیربناوو پراختیا، سیمه‌ییز اتصال، د انرژۍ او اوبو مدیریت او اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

#افغانستان #قوش_تېپه #ټاپي #کاسا_۱۰۰۰ #افغان_ټرانس #زیربنا #اقتصادي_وده #سیمه_ییز_اتصال #پراختیا #خبرونه

Share.