په هرات کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د درملو فابریکه جوړه شوه.

په هرات کې یوه درمل جوړونکې فابریکه د ۱۵۰ ډوله درملو د تولید وړتیا لري او اوس مهال د جامدو او مایع درملو بېلابېل ډولونه تولیدوي. د فابریکې مسوولین وايي، په دغه شرکت کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې او نږدې دوه زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د فابریکې تخنیکي مسوول عارف شیرزاد وايي، هڅه کوي هغه درمل تولید کړي چې افغانستان یې له بهرنیو هېوادونو واردوي او تمه ده ډېر ژر یې اسیايي هېوادونو ته هم صادر کړي.

#هرات #درمل_جوړونه #درمل #پانګونه #اقتصاد #دکار_زمینه #صنعت #افغانستان #صادرات #کورنی_تولید

Share.