د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د افغانستان نفت او ګاز شرکت د اوبلن ګاز د پرچون پلور مرکزونو د پراخولو لپاره د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو وسایلو د وېش او لېږد لړۍ پیل کړې ده. د دې پروګرام په لومړي پړاو کې غور ولایت ته ۳۰۰ بالونونه، ۱۵ غرفې او یو شمېر نور اړین وسایل لېږدول شوي دي.
د پلان له مخې، ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، خوست، غزني او کندوز ولایتونو ته به هم د اوبلن ګاز د پلور مرکزونو لپاره بالونونه، برېښنايي تلې، د ګاز ډکولو ماشینونه او کانتینرونه ولېږدول شي.
یاد شرکت وايي، د دغې شبکې د پراخولو موخه د کار زمینه برابرول او د اوبلن ګاز د بیو په تنظیم او کنټرول کې مرسته کول دي.
#افغانستان #اوبلن_ګاز #نفت_او_ګاز #ګاز #غور #کندوز #کاري_زمینه
