په کندز کې د نفتي توکو پلورونکي وايي، د تېلو او نورو نفتي توکو د بیو لوړوالي د پېرېدونکو شمېر کم کړی او د دوی کاروبار یې له رکود سره مخ کړی دی.

دوی وايي، پخوا به د نفتي توکو د پېر لپاره ګڼ پېرېدونکي مراجعه کوله، خو د بیو له لوړوالي وروسته د خلکو د پېرلو توان کم شوی او ورسره د پلور کچه هم راټیټه شوې ده.

پلورونکي غوښتنه کوي چې په بازارونو کې دې د نفتي توکو بیې کنټرول او د بیو د بې‌ځایه لوړوالي مخه ونیول شي، څو هم د سوداګرو کاروبار زیانمن نه شي او هم عام خلک وکولای شي خپلې اړتیاوې په مناسبه بیه پوره کړي.

بلخوا، د کندز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وايي، په بازارونو کې د نفتي توکو بیې او کیفیت په دوامداره توګه څارل کېږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې دغه توکي په خپلسري ډول او یا له ټاکلي نرخ څخه په لوړه بیه وپلوري.

د یاد ریاست مسوولان زیاتوي، د نفتي توکو د بیو د کنټرول ترڅنګ د دغو توکو کیفیت هم ارزول کېږي او له پلورونکو سره د سرغړونې په صورت کې د اصولو له مخې چلند کېږي.

دوی څرګندوي چې په سیمه‌ییزو هېوادونو کې د نفتي توکو د بیو لوړوالي د افغانستان پر بازارونو هم اغېز کړی، چې له امله یې په هېواد کې د تېلو او نورو نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان ډاډ ورکوي چې د بازارونو څارنې ته به دوام ورکړي، څو د نفتي توکو د بیو او کیفیت په برخه کې د احتمالي سرغړونو مخه ونیول شي.

#کندز #نفتي_توکي #د_تېلو_بیې #بازار #صنعت_او_سوداګري #افغانستان

Share.