د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شرکتونو له لوري د خپلو سیم کارتونو د ثبت له پروسې شکایت کوي.
دوی وايي، که څه هم د دوی سیم کارتونه یو ځل د دغو شرکتونو له خوا ثبت شوي؛ خو دوی باید د خپلو سیم کارتونو د ثبت لپاره بیا د شرکت استازو ته لاړ شي.
دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې دغه ننګونه دې هواره کړي.
خلک وايي، د سهار له څلورو بجو د مخابراتي شرکتونو په دروازو کې ولاړ وي، د دې شرکتونو کارکوونکي د سهار په اتو بجو له دوی څخه لېستونه اخلي او ټکټونه ورکوي، خو بېرته خپلو کورونوته خالي لاسونه ځي.
خو د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت له دې ننګونې سره د مقابلې خبره وکړه او زیاته یې کړه چې دغه وزارت هڅه کوي چې د سیم کارتونو د ثبت د بهیر د چټکتیا لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنايت الله الکوزي وويل: “د مخابراتو وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسوولينو سره ناسته درلوده او په دې ناسته کې هغوی ته وويل شول، چې خلکو ته دې اسانتياوې برابرې کړئ او ستونزې پای ته ورسوي تر څو خلک وکولای شي خپل سیم کارتونه ثبت کړي.”
په همدې حال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دغه وزارت کې د هېوادوالو له اتو زرو څخه د زیاتو شکایتونو د ثبت خبره کوي او زیاتوي چې ټول شکایتونه یې حل شوي دي.
#رادیو کندز