د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (TRA) له قانون سره سم، په مخابراتي فریکونسیو کې د مداخلې او د مخابراتي فریکونسیو د مداخلې د مخنیوي په خاطر، د مخابراتي سایټونو سره نږدې د مخابراتي سیګنالونو یو شمیر تکرارونکي وسایل چې مداخله کوي د هرات ولايت په بېلابېلو سيمو کې یې فعاليت ودرول شو.
د یادولو وړ ده چې د هرات ولایت اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ریاست د هڅو هرکلی یې وکړ.