د کندز ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د هڅو په پایله کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په سایت نمبر (KUZ026) د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د صوفي زمان کلي چې پخوا یې د G3 خدمتونه وړاندې کول، اوس د دې وړتیا لري چې دا خدمت 4G ته لوړ کړي او د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د لوړ کیفیت انټرنیټ او مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري.

د کندز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکي وايي؛ په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د پراختیا ترڅنګ کیفیت ته هم ځانګړې پاملرنه کیږي.

Share.