د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، سلام مخابراتي شرکت د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په 3G وسایلو سمبال یوه نوې مخابراتي او انټرنیټي سایټ جوړ کړی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ويل کيږي چې د دغه مخابراتي سايټ په فعاليدو سره به د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو مخابراتي او انټرنيټي ستونزې هوارې شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد شرکت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په ياده شوې ولسوالۍ کې دوه نور سايټونه هم فعال کړي.

Share.