د هند د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د مودي په مشري د بهاراتا جنتا ګوند له ۷۰ څوکیو ۴۸ ګټلي چې له خپل سرسخت سیال ګوند «عام ادمي» څخه ۲۲ څوکۍ ډېرې دي.
د عام ادمي ګوند مشر ارویند کجريوال د نرېندرا مودي سرسخت سیال او نیوونکی دی.
مودي چې تېرکال د هند په پارلمان کې خپل اکثریت څوکۍ له لاسه ورکړې، د سیمهییزو ګوندونو په مرسته د درېیم ځل لپاره د یاد هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
ایالتي ټاکنې ګوندونو سره مرسته کوي چې د هند په پارلمان کې خپلې څوکۍ ډېرې کړي او د مهمو پرېکړو نیولو کې خورا هم رول لري.
