د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د کندز ولایت د علياباد ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یو شمېر کسانو په خپل سر د دې ځمکو کرلو، د دېوالونو جوړولو او د ژورو څاګانو کیندلو هڅه کړې وه، خو دا غیرقانوني اقدام د اړوندو مقاماتو له خوا تر څارنې لاندې ونیول شو او پر وخت یې مخنیوی وشو.
یادونه شوې چې د روان کال په جریان کې، د امارتي ځمکو د بېرته استرداد کمېسیون سلګونه جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.
