د ۴ سویلي ولایتونو د واليانو ترمنځ غونډه ترسره شوه

د کندهار، زابل، روزګان او هلمند د واليانو ترمنځ د همغږۍ غونډه د کندهار په ولایتي دفتر کې ترسره شوه.
د کندهار والي د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، چې دا غونډه د کوکنارو د کښت د مخنیوي، د مخدره توکو د پېر او پلور د مخنیوي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان د ښه پلي کولو، د امنیتي وضعیت د ښه والي او نورو اړوند مسایلو په اړه جوړه شوې وه.

Share.