د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، افغانستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دلوې تر پایه یوشمېر هېوادونو ته یو زر او سل ټنه جلغوزې صادرې کړي.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، افغانستان تېرو ۱۱ میاشتو کې اُتریش، اردُن، عربي متحده اماراتو، برتانیې، امریکا، ایټالیا، اسټرالیا، جرمني، پاکستان، ترکیې، چین او یوشمېر نورو هېوادونو ته جلغوزې صادرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه میاشت وړاندې ویلي وو، د جلغوزو کاروباریانو د ملاتړ، د دغه سکتور د غوره مدیریت او دغه برخه کې د ناسالمه سیالیو له منځه وړلو لپاره به یوه ټولنه جوړه کړي.

Share.