د تاریخ تېره شویو توکو د وارداتو د مخنیوي کمیسیون په سمنگان ولایت کې ۱۵ ټنه تاریخ تېره او تقلبي توکي، چې له دوکانونو راټول شوي وو، وسوځول.
د سمنگان د صنعت او سوداګرۍ رئیس باختر آژانس ته وویل چې د تاریخ تېره شویو توکو د مخنیوي کمیسیون غړو، په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۱۵ ټنه تاریخ تېره او تقلبي توکي راټول کړي دي.
هغه زیاته کړه، چې دا توکي ۱۵۸ ډول خوراکي او غیرخوراکي مواد وو، چې نن د قرهشباغ دښتې په لمنو کې د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د تاریخ تېره شویو توکو په اخیستو او پلورلو کې هوښیار واوسي او که له دې ډول توکو سره مخامخ شي، له ادارې سره همکاري وکړي، څو د دغو زیان رسونکو توکو له خرڅلاو او کارولو مخنیوی وشي.
