د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۹ ښارګوټي د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمو د پرېکړو پر بنسټ په بشپړ ډول دولتي تثبیت شوي دي. په دغو ښارګوټو کې، کابل کې د ملا تره‌خېل، سردار محمد داوود خان او ملا عزت ښارګوټي، په بلخ ولایت کې د خالد بن ولید ښارګوټی، په غزني کې د حکیم سنایي او نوآباد ښارګوټي او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي د هغو ښارګوټو د اسنادو او شواهدو پر بنسټ په بشپړ ډول، دولتيملکیت ثابت شوي دي. د یادونې وړ ده چې د تېرو درېبو کلونو په ترڅ کې په ټول هېواد کې له غاصبینو او غیرې شرعي متصرفینو څخه شاوخوا ۴ میلیونه جریبه نوره دولتي ځمکه استرداد شوې ده.

Share.