د هېواد په شمال کې د تېرې دوشنبې زلزلې د ۱۵۰ کلنې تاریخي «جهان نما» ماڼۍ ځینې برخې نړولې دي. د خلم ولسوالۍ د تاریخي ودانیو مسوول عبدالوکیل وايي، دننې خونې درز کړی که له دې وروسته سېلانیان هم راشي، ښایي دننه ولاړ نشي ځکه ډېره برخه یې د نړېدو ګواښ سره مخ ده. ځایي اوسېدونکي او مسوولین له حکومته غوښتنه کوي، چې د ماڼۍ بیارغونه وکړي، ځکه هر کال زرګونه کورني او بهرني سېلانیان او زده‌کوونکي د علمي سفرونو لپاره دې ځای ته ورځي. جهان نما ماڼۍ په ۱۲۳۶ لمریز کال کې د امیر عبدالرحمن خان لخوا جوړه شوې ده.

Share.