د کندوز ولایت؛ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمریت مسؤلینو نن د دې ولایت د امارتي او خصوصي غږیزو او انځوریزو رسنیو (ملي راډیو ټلویزیون، اورانوس تلویزیون، کندوز راډیو، کهندژ راډیو او شبنم راډیو) له نشراتي بهیر څخه د څار او ارزونې لیدنه ترسره کړه.
دغه لیدنه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر بریالي همنوا په مشرۍ ترسره شوه، چې موخهیې د نشراتي مهالوېشونو، د خپرونو د منځپانګې، د ملي او اسلامي ارزښتونو د رعایت، او د مسلکي اصولو د تطبیق له پلوه د رسنیو د فعالیتونو څار او ارزونه وه.
هغه وویل، د اطلاعاتو آمریت هڅه کوي څو د رسنیو د نشراتي بهیرونو منظم څارنې له لارې د قانون او ملي ګټو په رڼا کې د سالمو، اغېزناکو او مسلکي خپرونو د ترویج زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه؛ موږ هڅه کوو د امارتي او خصوصي رسنیو تر منځ د همکارۍ روحيه نوره هم پیاوړې کړو، ترڅو د اسلامي امارت د ارشاداتو، د ټولنې د مثبتو ارزښتونو او د خلکو د ستونزو د انعکاس په برخه کې رسنۍ خپله بنسټیزه ونډه واخلي.
د اطلاعاتو آمر په وینا، د رسنیو د څار او ارزونې بهیر به په میاشت کې یو ځل په منظم ډول ترسره کېږي، په وینا یې دا بهیر یوازې د څارنې لپاره نه، بلکې د همکارۍ او د کیفیت د لوړولو په موخه عملي کېږي.
د یادې لیدنې پر مهال مسؤلینو د بېلابېلو خپرندویو خونو، سټوډیوګانو او تخنیکي برخو څخه هم کتنه وکړه او د اړوندو مسؤلینو سره یې د نشراتي ستونزو او اړتیاوو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د رسنیو د ملاتړ، روزنې او مسلکي پرمختګ په برخه کې به خپلو برنامو ته دوام ورکړي، ترڅو د ولایت رسنۍ وکولای شي د خبر رسونې ترڅنګ د عامه پوهاوي، فرهنګي وده او ټولنیز ثبات په برخه کې لا اغېزمن رول ولوبوي.
