د تورخم لارې د یوې میاشتې بندېدو له امله لسګونه د تازه مېوو او سبزیو بار موټر لا هم د تګ په تمه ولاړ دي، چې افغان سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجيزاده وایي، د لارې د تړل کېدو له امله هره ورځ افغانستان له یو تر یو نیم میلیونه ډالرو زیان ګالي، او پاکستان ته بیا د درې تر څلورو میلیونو ډالرو تاوان رسېږي. سوداګر شکایت کوي چې مېوې او سبزیجات خراب شوي او اوس یې د ننګرهار په مارکېټونو کې د لیلام په بیه پلوري.
