د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي، چې د کبانو ٥٠٠ کېلو ګرامه غوښه چې په قاچاقي او ناقانونه ډول د تورخم له لارې هېواد ته را اړول کېده د یوه ګډ پلاوي له لوري نیول شوې ده. د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند، اجمل سبحاني چې د کبانو دغه غوښه تر نیول کېدو وروسته تر خاورو لاندې شوه. ورته مهال د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ولي محسن ویلي، د ا.ا د رهبرۍ له لوري له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده ده او له سوداګرو یې هیله کړې چې باید له دې چارې ډډه وکړي.
