په کندز ولایت مقام کې د مرستیال والي مولوي حبیبالرحمن صهیب په مشرۍ پرلهپسې دوه مهمې ناستې ترسره شوې. په لومړۍ ناسته کې د کانونو د ساتنې، د غیرقانوني استخراج د مخنیوي، د قانوني قراردادونو د اسنادو د بشپړتیا او د عوایدو د شفاف راټولولو پر موضوعاتو بحث وشو.
په دویمه ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کمېټې د نوي قانون د دقیق تطبیق، د خرابو وریجو د پاکو سره د ګډولو د مخنیوي، د انسان د غړو د ناقانونه قاچاق او د شریعت خلاف کړنو د منع کولو په اړه خبرې وشوې.
دواړو غونډو کې اړوندو ادارو ته د عملي پليکولو لپاره لازمې لارښوونې صادرې شوې.
